افغانستانخبرونه

بادغېس کې شپږ تنه د ځنګلونو پرې کولو په تور نيول شوي

بادغيس کې امنيتي مسئولين وايي، چې دې ولايت کې د ځنګلونو ساتنې امنيتي قطعې شپږ کسان د ارچه ونو د پرې کولو په تور نيولي دي.

د بادغيس امنيه قومنداني څخه رسنيوته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې تيرشنبه، چنګاښ دويمه د ياد ولايت د غورماچ ولسوالۍ «شرشر» سيمه کې شپږ کسان د ونو پرې کولو په تور نيول شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

له دې وړاندې هم دغه ولايت کې ۱۱ کسان د ځنګلونو پرې کولو په تور د شنې قطعې له‌خوا نيول شوي وو.په ورته مهال د بادغيس امنيتي مسئولين له خلکو غواړي، چې د ځنګلونو له پرې کولو لاس واخلي او که دا کړنې دوام ولري، قانوني چلن به ورسره وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *