خبرونهنړۍ

ایران کې د اعدامونو لړۍ؛ دوه نور لاریون کوونکي اعدام شوي

په داسې حال کې چې د ایران په ځینو سیمو کې لا هم حکومت ضد لاریونونه روان دي حکومت یې بیا په غبرګون کې د لاریون کوونکو ځپلو ته دوام ورکړی دی.

له دغه هیواد څخه تازه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د ایراني حکومت د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته د مهدي کرمي او سید محمد حسيني په نومونو دوه نور نیول شوي لاریونون کوونکي چې عمرونه یې تر شلو کلونو کم ښودل شوي په عام محضر کې په دار ځړول شوي دي.

پر دغو دواړو کسانو تورو چې د ایران د دوښمنو هیوادونو امریکا او اسراییلو سره یې اړېکې درلودلې او دغه راز یې پلازمینې تهران ته څېرمه “کرج” ښار کې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د یوه امنیتي سرتیري په وژل کې هم لاس درلود.

د ویلو ده چې په ایران کې د پولیسو په بند کې د ۲۲ کلنې کردۍ پیغلې “مهسا امینې” تر مړینې وروسته پراخ لاریونونه پیل شول چې له امله یې تر اوسه ۵۷۰ تنه وژل شوي، زرګونه ټپیان شوي او زرګونه نور د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي چې سل تنو ته یې د مرګ سزا اورل شوې ده او له ډلې یې تر اوسه څلور تنه اعدام شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *