خبرونهنړۍ

ایران: د جاسوسي په جرم د دفاع وزارت پخوانی مرستیال علي رضا اکبري اعدام شو

 

د راپورونو له مخې د ایران سترې محکمې له خوا دفاع وزارت پخوانی مرستیال وزیر “علي رضا اکبري” چې اسرایلو او برېتانیا ته د جاسوسي په جرم د مرګ محکوم شوی و. نن سهار وختي د پلازمینې تهران په یوه زندان کې اعدام شوی دی.

پر ښاغلي اکبري د برتانیې او اسرایلو لپاره د جاسوسۍ او په نړۍ کې د ملي امنیت او اداري فساد پر ضد د پراخو اقداماتو تور لګول شوی و چې د ایران د قانون له مخې د ورته تورونو سزا مرګ دی.

ښاغلی اکبري چې ۶۱ کاله عمر یې درلود د ایران په تېر حکومت کې د ایران د دفاع د وزیر “علي شمخاني” مرستیال او د ملي امنیت د عالي شورا د منشي په توګه دندې ترسره کړې وې.

د ایران د قضائیه قوې د رسنیو مرکز ویلي دي چې ښاغلي اکبري ته چې د برتانیې ایراني تابعیت لري، سزا د ځمکې پر مخ د اداري فساد او د هیواد د داخلي او بهرني امنیت پر ضد د پراخو اقداماتو او برېتانیایي او اسراییلي استخباراتي کړیو ته د محرمو اسنادو د سپارلو له امله اورول شوې وه.

ښاغلی اکبري د سترې محکمې د انقلابي څانګې د قاضي ابوالقاسم سلواتی له خوا په اعدام محکوم شو. په ښاغلی سلواتی د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې له امله بندیزون لګول شوی دی.

د ښاغلي اکبري مېرمنې “مریم صمدي” تېره چهارشنبه له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي و چې د کورنۍ غړي یې د “وروستي ملاقات” لپاره زندان ته ور بلل شوي وو.
علي رضا اکبري په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک استولی و او له هغه یې د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل یو پخوانی چارواکی اعداموي، په ورته مهال د برېتانیا په ګډون ګڼ شمېر هیوادونو د ښاغلي اکبري اعدام په کلکو ټکو غندلی دی او دا یې د سیاسي انتقام یوه هڅه بللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *