افغانستانخبرونه

ايران په فرهنګي او ګرځندوي برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه

په کابل کې د ايران سفارت فرهنګي اتشه روح الله حسيني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي، مالي او اداري له معين مولوي سعدالدين سعيد سره وکتل.په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي رئيس مولوي سيد محمد سعيد او د افغانتور دولتي شرکت رئيس محمد نبي بها هم حاضر وو؛ د ځمکنۍ او هوايي ويزو او د ويزې د بيې په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو، د ځمکنيو ويزو غوښتونکو ته د زياتو آسانتياوو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي، مالي او اداري معين، د ځمکنيو ويزو غوښتونکو ته د زياتو آساتياوو برابرولو په اړه معلومات ورکړل او د يادو ستونزو د حل په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.په کابل کې د ايران سفارت فرهنګي اتشه هم، د يادو ستونزو د رسېدنې په لاره کې د خپل هيواد د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ايران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي او ګرځندوي د تجربو شريکولو او همدارنګه د تحصيلي بورسيو د ورکړې په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *