افغانستانخبرونه

ايران په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

په کابل کې د ايران نوي سفير حسن کاظمي قمي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې ويلي ،چې هېواد يې په افغانستان کې د زېربنايي او اقتصادي پروژو لکه د کانونو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخه کې پانګونې ته چمتو دی. داسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې قمي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره وکتل. تکل زياته کړې چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير له ايراني پلاوي سره په کتنه کې په ايران کې د افغان بنديانو د خلاصون او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *