خبرونهنړۍ

ايران له ۷ کلونو وروسته په سعودي کې خپل سفارت بېرته پرانيست

د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د ايران سفارت بېرته پرانيستل شو. په رياض کې د ايران سفارت څو مياشتې وروسته له هغې پرانیستل کېږي ،چې دغو دواړو سيمه ييزو سيالانو د چين په منځګړيتوب د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو د بېرته ټينګېدو په اړه موافقه وکړه. ايران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختيځ کې يې ثبات له خطر سره مخ کړی او د يمن، سوريې او لبنان په ګډون يې سيمه ييزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ مياشت کې خپلې دوه اړخيزې اړيکې بېرته ټينګې کړې. د اړيکو د ټينګېدو موافقه اووه کاله وروسته له هغې وشوه چې سعودي عربستان د ايران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت له بريد وروسته له دې هېواد سره اړيکې پرې کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *