خبرونهنړۍ

ايران له افغان حکومت سره د کډوالو پر مسئله خبرې کړي

هيواد : د ايران د قضائيه قوې پلاوي د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت له چارواکو سره په ايران کې د افغان مهاجرينو او بنديانو پر مسئله خبرې کړي دي.د ايران د قضائيه قوې د بين اللملي چارو د مرستيال کاظم غريب ابادي په مشرۍ يو پلاوي افغانستان ته راغلي او دلته يې د اسلامي امارت د عدليې وزارت له مسلکي مرستيال مولوي عبدلکريم حيدر او اداري مرستيال مولوي عبدالغني فايق سره کتلي دي.د افغانستان د عدليې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ګاونډي هېواد ايران د قضائيه پلاوي د سفر د موخو په اړه ويل شوي، چې په هغه هېواد کې د افغان زندانيانو د بيا راستنېدو او مېشتو مهاجرينو د موضوع په برخه کې د تعامل تر څنګ د قانون جوړونې او له تروريزم سره د مبارزې په اړه د نظر شريکولو لپاره راغلي دي.ايراني خبري شبکې ايرنا هم د دغه پلاوي د مشر غريب ابادي په حواله ويلي، چې تهران له ايرانه افغانستان ته د افغان بنديانو د لېږد او افغان مهاجرينو ته د اسانتياوو د برابرولو هوډ لري.د وزارت په خبرپاڼه کې د ايران قضائيه قوې بين الملي چارو مرستيال غريب ابادي له قوله ليکل شوي: «چمتو دي چې قضايي او د قانون جوړونې په برخو کې خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شريکې کړي او د ايران له زندانونو څخه د افغان زندانيانو د استرداد په برخه کې همکاري وکړي».نوموړي دغه راز ترهګري د دواړو هېوادونو ګډه ننګونه بللې او زياته کړې يې ده، چې په دې برخه کې ګډ کار ته اړتيا ده. د ايراني پلاوي او عدليې وزارت د چارواکو تر منځ په دغې کتنه کې، په ايران کې د افغان مجرمينو او د اعدام د محکومينو په اړه هم خبرې شوي.د عدليې وزارت وياند حافظ برکت الله رسولي هېواد ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې اړه وويل، چې د دغه وزارت مسلکي مرستيال مولوي حيدر ياد پلاوي ته ويلي، چې ايران دې د افغان زندانيانو حقونو ته پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د افغانانو د اعدام مخه دې ونيول شي.مولوي حيدر د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې د همکارۍ لپاره مهمې بللي او زياته کړې يې ده، چې د ايران دولت دې د افغان مهاجرينو د لېږد په برخه کې له تدريج او اسانتيا څخه کار واخلي. له بلې خوا د عدليې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالغني فايق ايراني پلاوي ته وويل، چې اسلامي امارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه يوازې له ايران سره؛ بلکې له نورو ګاونډيانو سره هم همکاري کوي او تر اوسه يې په دې اړه کلکه مبارزه کړې ده.د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي سيد حسن کاظمي قمي اسلام اباد ته تللي و او هلته يې پر نورو موضوعاتو سربېره له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.ايراني خبري شبکې ايرنا د کاظمي په حواله ويلي و، چې تهران او اسلام اباد پر دې سلا شوي، چې د افغانستان د هر اړخيز وضعيت د ښه والي په اړه د کابل له چارواکو سره خبرې وکړي.هغه دا هم ويلي و، چې د سيمې او ګاونډ هېوادونه دې په افغانستان کې له راغلي فرصت څخه د سيمه ييز پيوستون لپاره ګټه پورته کړي او د دغه هېواد د وضعيت د ښه والي لپاره دې په ګډه مرسته وکړي، په وينا يې ځکه چې د افغانستان حالت مستقيماً د سيمې پر هېوادونو اغېزه کولي شي. نذير منيب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *