افغانستانخبرونه

ايران د کرنې برخه کې په افغانستان کې پانګونې چمتوالی ښودلی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزير مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ايران سفارت له مرستيال سيد حسن مرتضوي، د خراسان رضوي ولايت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستيال ابوالفضل چمندي او د ايران د کرنې جهاد وزارت کې د خپلواکۍ جهاد ادارې مدير همتي سره ليدنه کړې.په دې کتنه کې ايراني پلاوي په افغانستان کې د کار او پانګونې په برخه کې د ايران د حکومت او پانګوالو د لېوالتيا په اړه خبرې کړي.د ايران د کرنې وزارت اجرائيوي مدير د مالدارۍ، کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ، ښوونې او روزنې، د څارويو د نسل اصلاح او لبنياتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ايران د چمتووالي په اړه خبرې کړي او ډاډ يې ورکړی، چې په دغو برخو کې د عملي کار پيل ته چمتو دي.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزير د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د کار لپاره د مناسب فرصت د شتون او په دې برخو کې د کار پر اړتيا خبرې کړي او ويلي يي دي؛ موږ تل خپلو ايراني ملګرو ته په خپلو ناستو کې ويلي، راځئ په ګډه کار وکړو، ځکه افغانستان په نړۍ کې بې سارې امتيازونه لري.مولوي عطاء الله عمري ويلي؛ دا چې تاسو له ۱۰۰ کلونو څخه زيات وخت کېږي، چې خپله خپلواکي مو اخيستې او کار مو کړي، په همدې موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زموږ په پرتله ډېر پرمختګ لری، موږ په دې وروستيو کې خپلواکي ترلاسه کړې، اړتياده چې په ګډه کار وکړو او ستاسو له تجربو څخه کار واخلو ترڅو موږ هم په دې برخو کې پرمختګ وکړو.نوموړي زياته کړې، موږ همکارۍ ته چمتو يو، که تاسو کار کولو ته چمتو ياست، ستاسو د کار ګټه به دواړو هيوادونو ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *