خبرونهنړۍ

ايران : د سوريې پايتخت دمشق کې د وروستي بريد غچ اخلو

د ايران حکومت ويلي، چې د سوريې پايتخت دمشق کې د وروستي بريد غچ به په مناسب وخت او ځای کې واخلي.وروسته له هغه چې د ايران سپاه پاسداران په دې بريد کې د خپلو څلورو غړيو وژل کېدل تائيد کړل، د ايران حکومت ويلي ، چې د ځان د دفاع حق لري او د دغه بريد ځواب به ورکوي.ايسنا خبري آژانس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند ناصر کنعاني له قوله ويلي ، چې د سوريې پر ځمکنۍ بشپړتيا تېري کول، د اسرائيلو د رژيم د عجز او کمزورۍ نښه ده.د ده په وينا، د ايران حکومت په مناسب وخت او ځای کې د سوريې پر پايتخت د شوي بريد په ځواب کې د ځوابي اقدام حق لري.د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان پرون ويلي: د دمشق پر مزه سيمه د اسرائيلو په بريد کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.د ايران سپاه پاسداران ويلي: په وژل شويو کې څلور کسان د دوی پوځي سلاکاران وو، خو راپورونه وايي: په دغو کسانو کې يو يې د سوريې لپاره د سپاه پاسداران استخباراتي مسئول و.د اسرائيلو او حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې په منځني ختيځ کې شخړې ورځ تر بلې زياتېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *