
په کابل کې د ايران سفير وايي ،هېواد يې چمتو دی چې افغاني محصولات او مېوې په ښه بيه وپېري او هم له افغان بزګرو سره همکاري وکړي. د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند پر ټويټرپاڼه ليکلي ،چې د بهرنيو چارو له وزير سره په کابل کې د ايران سفير حسن کاظمي قمي، مرستيال يې حسين مرتضوي او مل پلاوي وكتل. سرچينه زياتوي، د ناستې په پيل کې د بهرنيو چارو وزير د سرپرست حکومت پر وروستيو لاسته راوړنو، سياسي پرمختګونو، تجارتي او اقتصادي وضعيت خبرې وکړې او د ايران هېواد څخه يې مننه کړې ،چې په ايران کې بند افغان زندانيان يې دوی ته وسپارل او لا يې هم د سپارلو بهير جريان لري. سرچينه كاږي، دغه راز د ايران سفير قمي ډاډ څرګند کړی، چې ايران لا زياتـــو همکاريو ته ژمن دی. ده وويل: هېواد يې آماده دی، چې افغاني محصولات اومېوې په ښه قېمت وپېري او د زراعت د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخيزې همکارۍ ترسره کړي. د سرچينې د معلوماتو له مخې ، په دې ناسته کې پر ګڼو سيمه ييزو مسايلو سربېره د تجارت په وده او د اورګاډي پټليو د غځولو په کار کي د چټکتيا په اړه تفصیلي خبرې وشوې.