افغانستانخبرونه

اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټنه غنمو مرسته کوي

 

 

 

د انټرفاکس خبري آژانس د خبر له مخې، د اوکراين له بندر څخه يوه بېړۍ چې ١٦ زره ټنه غنم په کې بار دي، افغانستان ته راوړل کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کښتۍ به په څو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته راورسيږي او له هغه ځایه به افغانستان ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې له افغانستان سره د اوکراین لومړۍ مرسته ده.
د ویلو ده چې اوکراین باندې دا مهال د روسیې زورور بریدونه روان دي او د یاد هیواد تر نیمایي ډېر ښارونه، د برېښنا، اوبو او نورې ټولګټې زیربیناوې یې ویجاړې شوې دي؛ خو تر دې مخکې هم یاد هیواد د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *