خبرونهنړۍ

اوکراین: د روسیې ملاتړو واګنر ځواکونو د ‘سلدار” ستراتیژیک ښار کنټرول تر لاسه کړ

د راپورونو له مخې د روسیې له ملاتړه برخمنو واګنر ځواکونو د اوکراین د “سلدر” ستراتیژیک ښار په بشپړه توګه نیولی ده.

د یادو ځواکونو مشر “پریګوزین” اسپوتینک خبري اژانس ته ویلي، چې “واګنر” جنګیالیو د سولر ټوله سیمه نیولې او یاد ښار کې د اوکرایني ځواکونو پاتې مرکزونه بشپړې محاصرې لاندې دي.

د یادې ډلې مشر دغه راز ادعا کړې ده چې ګڼ اوکرایني پوځیان یې نیولي او په کلابندو ځواکونو یې هم غږ کړی ترڅو تسلیم شي کنه و به وژل شي.

که څه هم تر اوسه اوکرایني ځواکونو د یاد ښار د سقوط په تړاو څه نه دي ویلي، خو د سلدار ښار سیمه ییزو چاروکو منلی چې د ښار کنټرول یې له لاسه وتلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *