
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي اداره وايي: په روان م کال کې د افغانستان څه باندې ۱۷ ميليونه خلک روغتيايي مرستو ته اړتيا لري ،چې څه باندې ۱۵ ميليونه وګړو ته لومړيتوب ورکړل شوی دی. ياد سازمان ليکلي :د دې لپاره چې دوی په ښه ډول بېړنيو روغتيايي پېښو ته ځواب ووايي او دغه راز مور او ماشوم ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي او معلولو وګړو ته مرستې ورسوي ۴۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري. دغه سازمان څو ورځې مخکې هم وو چې روان ۲۰۲۳ م کال کې په افغانستان کې ۳، ۲۸اته ويشت اعشاريه درې ميليونه خلک مرستو ته اړتيا لري ،چې يوه مهمه برخه يې روغتيا ده. له لسيزو تېرېدو سره سره لا هم افغانستان د روغتيا په برخه کې اړين پرمختک نه دی کړی او نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.