
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا له مرستندويو بنسټونو غوښتي، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اوچا ويلي ،چې په ۲۰۲۳ مکال کې له درويشت اعشاريه اوو ميليونو کسانو سره د مرستې لپاره څلور اعشاريه شپږ ميلياردو ډالرو ته اړتيا ده. سرچينې ليکلي، مرستندويې ادارې کولی شي د ژمي په موسم کې خپلو ژمنيو فعاليتونو ته دوام ورکړي او له کورنيو سره مرسته وکړي. اوچا د طبيعي پېښو په تېره بيا سېلابونو ته د اشارې په ترڅ کې له مرستندويو بنسټونو وغوښتل ،چې د طبيعي پېښو له رامنځته کېدو مخکې له اړمنو سره مرستې ته چمتو شي. د يادونې وړ ده، چې هر کال د کال په پيل کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.