افغانستانخبرونه

اوچا: مرستندويې ادارې دې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندويې ادارې په ميليونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي. دغې ادارې په خپل ټويټر کې ليکلي، نړيواله ټولنه بايد په اوسني وخت کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د وضعيت د لا خرابۍ د مخنيوي لپاره خپل تمويل ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو ويلي چې روان ميلادي کال به بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ ميليونه او درېولو لکو ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *