
په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي، چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ډېر ناچاودېدونکي توکي لري، اوچا په يوه ټويټ کې ويلي: په روان ۲۰۲۳ م کال کې د دغه توکو د خنثی کولو، له ځمکې د ماينونو د پاکولو او د دغو توکو د ګواښونو راکمولو لپاره ۳،۱۸ اتلس اعشاريه درې ميليونو ډالرو او همدارنګه د قربيانو سره د مرستې لپاره ۴،۱ يو اعشاريه څلور ميليونو ډالره ته اړتيا ده. په افغانستان کې ډېر شمېر ماينونه د پخواني شوروي اتحاد د يرغل له مهاله پاتې دي.