افغانستانخبرونهروغتیا

اندراګاندي روغتون کې د اکسېجن د توليد څانګه جوړېږي

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني، د مرکزي رياستونو يو شمېر رئيسانو او د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکتر زيار شتون درلود.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسېجن د توليد څانګې جوړېدل د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو او په هيواد کې د ماشومانو په تېره بيا د هغو ماشومانو د روغتيايي ستونزو د حل په برخه کې مهم ګام بللي، چې اکسېجن ته اړتيا لري.

مولوي عبدالولي حقاني همداراز د ياد روغتون له بېلا بېلا روغتيايي څانګو څخه ليدنه کړې او له روغتيايي کارکوونکو څخه يې غوښتي، چې خپلې دندې په ايماندارۍ ترسره کړي؛ تر څو د اړمنو هيوادوالو روغتيايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د يادونې  وړ ده، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون کې د اکسېجن ياد پلانټ به د څلورو جنراتورونو په لرلو سره د روغتيا نړيوال سازمان په مالي او تخنيکي همکارۍ جوړ شي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۲۰۰ بالونونو اکسېجن د توليد ظرفيت ولري او په مرسته به يې د ياد روغتون ناروغانو ته د بشپړ اکسېجن رسولو تر څنګ نورو روغتونونو ته هم د اړتيا وړ اکسيجن استول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *