
د سولې نړيوال انستيتيوت په يوه راپور کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا به روانه مياشت په افغانستان کې د يوناما ماموريت وغځوي. د دغه راپور په يوه برخه کې راغلي، چې د دې شورا غړي له افغان حکومت سره د سياسي تعامل په تړاو د نظر اختلاف لري او د ښځو او نجونو پر وړاندې يې د افغان حکومت پر سياستونو نيوکه کړې ده. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته سپارښته کړې ده، چې په افغانستان کې د يوناما ماموريت تر يوه بل کاله وغځوي.