افغانستانخبرونه

امریکا: پر حماس د بشپړ بریالیتوب ادعا له حقیقت څخه لرې ده

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې پر حماس د بشپړ بریالیتوب ادعا یوه غیرواقعي خبره ده. د پولیتیکو خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال “کرټ کمبل ویلي: ځينې وختونه چې موږ د اسرائیلي مشرانو خبرې اورو، هغوی د جګړې په ډګرکې د بشپړ بریالیتوب په اړه خبرې کوي. نوموړي زیاته کړ: زه فکر نه کوم، چې د اسرائیلو رژیم د بریالي کېدو شونتیا موجوده وي؛خو زیاتره هېوادونه دې ته لېوال دي، چې په دې برخه کې یوه داسې سیاسي حل لاره پیدا شي، چې په کې د فلسطینیانو حقونه خوندي وي. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ یو وتلی امریکايي څېړونکي “فرانتزمن” هم په خپله ایکس پاڼه لیکلی و، حماس نه یوازې کمزوری شوی نه دی، بلکې د غزې ۹۰ سلنه سیمو ته بېرته راګرځېدلی او د سیمو واک یې په خپله ولکه کې اخیستی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *