خبرونهنړۍ

امريکا کې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امريکا د ورجينيا ايالت په مرکز رچمونډ ښار کې يو نولس کلن شخص د موټرو په تمځای کې د خلکو پر يوې ډلې ډزې کړې او له کبله يې دوه کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. پوليس وايي: ډزې هغه وخت وشوې ،چې د ليسې زده کوونکي له خپلو کورنيو سره يو ځای له فراغت د مراسمو څخه راووتل.د رچمونډ ښار د پوليسو مشر ويلي، چې د بريد په تړاو يې ۱۹ کلن هلک نيولی.تر اوسه نده معلومه چې دې نولس کلن هلک ولې په خلکو ډزې کړې، خو پوليسو ويلي، چې پر دې تړاو يې څېړنې پيل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *