خبرونهنړۍ

امريکا کې مرګوني توپان؛ ميسيسيپي يالت کې بوړبوړکۍ ۲۶ کسان وژلي

د امريکا مېسيسيپي ايالت کې تر يوې کميسارې مرګونې بوړبوړکۍ وروسته د لټون او ژغورنې عمليات روان دي.
د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه د دې ځواکمنې بوړبوړکۍ له کبله تر اوسه د لږ تر لږه ۲۶ کسانو مړينه تاييد شوې ده.
خو اندېښنه دا ده چې ګڼ نور کسان به لا تر نړېدلو ودانيو او ويجاړيو لاندې ايسار پاتې وي.
دې بوړبوړکۍ په څو کوچنيو ښارونو کې پراخه ويجاړي رامنځته کړې.
رپوټونه وايي دغلته ګڼې ودانۍ او کورونه نړېدلي، ونې له بېخه وتلې، موټرونه اوښتي او د برېښنا مزي پرې شوي دي.
مېسيسيپي کې د بېړنيو حالاتو د مديريت اژانس ويلي لسګونه کسان ټپي شوي‌ هم دي.‌
خو دغه اژانس په ورته وخت کې د څلورو تري تم اعلان شويو کسانو د بېرته موندل کېدو خبر هم ورکړي دي.‌
رپوټونه وايي د مېسيسيپي لوېديځ شارکي کاوټي کې د ‘رولېنګ فورک’ په نوم يوه کوچني ښار ته تر نورو ډېر زيان اوښتي او نږدې په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
د دغه ځاي ښاروال ‘اېلدرېج واکر’ سي اېن اېن تلويزيوني شبکې ته ويلي “ښار مې له منځه تللي. خو موږ پياوړي يو او بېرته به راوګرځو.”
هغه زياته کړې چې دغه ښار کې ګڼې کورنۍ “ژوبلې او اغېزمنې” شوې او دا چې تر کوم ځايه نظر کار کوي، ويجاړۍ کتل کېږي.
د رولېنګ فورک يوه اوسېدونکي برنډي شووا هم سي اېن اېن ته د دې ځواکمنۍ بوړبوړکۍ کيسه کړې.
هغه ويلي “تر اوسه مې داسې څه نه وو کتلي… دا ډېر ښکلي کوچني ښار و خو اوس نشته.”
بي بي سي سره هم دغه ښار ته د اوښتي زيان يوه ويډيو شريکه شوې ده.‌
د ډرون په وسيله دې اخيستل شوې ويډيو کې ښکاري چې ونې او لارۍ موټرونه د نړېدلو ودانيو د پاسه باره دي او پراخې سيمې ويجاړې شوې دي.‌
د مېسيسيپي والي ‘ټېټ ريوېس’ سيلېور سيټي او وينونا ښارونو ته سفر کړي او هلته يې له اغېزمنو شويو خلکو سره ليدلي دي.
هغه رامنځته شوي وضعيت يوه ‘غمېزه’ بللې او پر خپل ټويټر يې له خلکو غوښتي چې اغېزمنو شويو خلکو او سيمو ته دعا وکړي.‌
ويل کېږي دا بوړبوړکۍ ګاونډي الاباما ايالت ته هم ورغځېدلې او هلته يې هم يو کس وژلي دي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن له مېسيسيپي د يجاړيو خپاره شوي تصويرونه “خواشينوونکي” بللي او زياته کړې يې ده چې فدرال حکومت به هېڅ راز مرسته ونه سپموي.
له سپېنې ماڼۍ خپره شوې اعلاميه کې د ولسمشر بايډن په حواله راغلي چې “موږ به تر پايه درسره يو. د هغه ملاتړ لپاره به درسره ګډ کار وکړو چې تاسې ورته د رغېدو لپاره اړتيا لرئ.”
تر اوسه دا روښانه نه ده چې د جمعې ناوخته پر دغو ښارونو يوه که څو بوړبوړکۍ راتاوې شوې دي.‌
په ورته وخت کې د امريکا څو سويلي ايالتونه هم زورورو توپانونو ته چمتووالي کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *