
د امريکا بهرنيو چارو وزارت د نوي کال په درشل کې له افغانانو سره د مرستو د دوام ټټر وهلي. د دغې هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ونډي رات شېرمن نوي کال ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ ويلي، چې د افغانانو تر څنګ درېږي. نوموړې ويلي، امريکا له هغو افغانانو سره ،چې له کرونا وبا، بېځايه کېدو او طبيعي افتونو له کبله زيانمن شوي مرسته کړې ده. د امريکا دغې استازې د کال تر څنګ په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې د دوام ژمنه هم بيا تکرار کړې ده.