
وروسته تر هغه چې امريکا په سوريه کې شاوخوا شل ايراني پلوه جنګيالي ووژل، ايراني چارواکو ويلي، چې د امريکا دغه اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.ايرانۍ رسنۍ نور نيوز د ايران د ملي امنيت شورا د وياند ((کيوان خسروي)) په حواله ويلي ،چې دوی به ډېر ژر د غچ اخيستلو لپاره اقدام وکړي.هغه زياته کړې ،چې د سوريې د حکومت په غوښتنه د تروريزم او داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د دوی له لوري پر جوړو شويو اډو د بريد هره پلمه د منلو نه ده.دا بريد وروسته له هغه کېږي، چې په فبروري مياشت کې هم د امريکا د فاع وزارت ويلي وو، چې يوې ايرانۍ ډرون الوتکې په سوريه کې د دوی پر ځواکونو بريد کړی.پنټاګون ويلي، په بريد کې د دوی يو پوي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.