افغانستانخبرونه

امريکايي سوداګريز پلاوی: د افغان حکومت اقتصادي پروګرامونه مثبت دي

د افغان – امريکا د سوداګرۍ خونې رئيس په کابل کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته په اعلاميه کې ويلي، چې د اسلامي امارت اقتصادي سيستم امريکايي پلاوی حيران کړی دی.په دې اعلاميه کې راغلي ، چې اسلامي امارت او خصوصي سکتور د پنځه کلنه پراختيايي پروګرام پر اجراء کېدو کار کوي.د دغې اعلاميې پر بنسټ اسلامي امارت پر ځان د متکي اقتصادي موډل په رامنځته کولو سره، له ۱۹۹۰يمې لسيزې نه ځينې درسونه اخيستي.په اعلاميه کې راغلي: (( د طالبانو( اسلامي امارت) مشرانو له ۱۹۹۰ لسيزې درسونه اخيستي او د اقتصادي پراختيا د پروګرام د پلي کولو ژمنې يې کړې دي. هغوی آن د متحده ايالتونو او ملګرو ملتونو د پراختيا موډل هم رد کړی دی. که څه هم هغوی پوهېږي ،چې په تېرو وختونو کې په ځينو برخو کې پرمختګونه شوي، خو هغوی پرېکړه کړې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ پنځه کلن پرمختيايي پلان پلي کړي.))
بله خوا، اسلامي امارت افغانستان ته د امريکا د متحدو ايالتونو د پلاوي سفر مهم بولي او وايي ،چې له ټولو هيوادونو سره اقتصادي اړيکې غواړي. د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: موږ هيله لرو چې سوداګر د دواړو هيوادونو ترمنځ ښه اقتصادي تعاملات رامنځته کړي. موږ له ټولې نړۍ سره د ښو اقتصادي اړيکو غوښتونکي يو.))
دغه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ژمنې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *