افغانستانخبرونه

اقتصاد وزارت: بشري مرستې د خلکو ستونزې نه شي حلولای

د اقتصاد وزارت سرپرست دين محمد حنيف په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافيرې رافيلا يوديچه سره په کتنه کې ويلي، چې بشرپاله مرستې نه ‌شي کولی په اوږمهال کې د خلکو ستونزې حل کړي او دا مرستې بايد په پراختيايي او زېربنايي برخو کې ولګول شي. د اقتصاد وزارت سرپرست د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل غوښتنه کړې او پر اسلامي ا مارت يې فشارونه بې‌پايلې ګڼلي دي. ياد وزارت د آغلې يوديچه په حواله ليکلي، دې غوښتي ،چې د زده‌کړو په برخه کې شته ستونزې اوارې شي او دا مسئله يې د افغانستان په اقتصادي ثبات پورې تړلې بللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *