
افغان چارواکو په تورخم پوله د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه رد کړي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر ((مولوي صديق الله قريشي بدلون)) رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په تورخم پوله د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د جګړې په اړه خپاره شوي راپورونه حقيقت نه لري.د ده په خبره: د ځينو رسنيو هغه خبرونه حقيقت نه لري؛ چې ګواکې په تورخم کې افغان پوله ساتو ځواکونو له پاکستانيو سرتېرو سره نښته کړې. د ويلو ده چې پرون سهار ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړي وو ،چې په ډیورنډ پوله د دواړو هېوادونو د پوله ساتوونکو ځواکونو ترمنځ جګړې شوې،دا په داسې حال کې ده،چې له وړمې ورځې راهيسې افغان چارواکو ياده پوله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې او له خلکو يې غوښتي ،چې تر دويم حکم دې تورخم ته نه ورځي.