
د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوريزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د شپږ وېکټو په توپير ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړي يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې افغان لوبډلې د ۱۸ اور په پنځم توپ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلي هدف تر لاسه کړ او د پاکستان لوبډلې ته يې په نړيواله شل اوريزه لوبه کې د لومړي ځل لپاره يوه تاريخي ماتې ورکړه. د لوبې غوره لوبغاړي پکې محمد نبي شو چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.