افغانستانخبرونه

افغان سوداګر د کورنيو توليداتو د استعمال د پرېکړې هرکلی کوي

د اسلامي امارت د کابينې وروستۍ پرېکړه کې د سوداګرۍ وزارت هغه وړانديز تائيد شو، چې له دې وروسته به حکومتي ادارې له کورنيو توليداتو ګټه اخلي.افغان سوداګر د کابينې د دې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي، چې د توليداتو په برخه کې د شته ځينو خنډونو پر اواري دې هم کار وشي.د افغانستان يو شمېر سوداګر د اسلامي امارت د کابينې پر هغې پرېکړه خوښ دي، چې له مخې به يې حکومتي ادارو کې تر ډېره بريده له کورنيو توليداتو ګټه اخيستل کېږي.دوی وايي، چې دا اقدام پر کورنيو توليداتو د خلکو باور لا ډېروي او په دې برخه کې نور پرمختګ ته لاره خلاصېږي.په خوست ښار کې د مشروباتو او نورو خوراکي توکو يو تن عمده پلورونکی سوداګر غفور جوهر وايي: سره له دې چې په دې وروستيو کې خلک تر ډېره افغاني توليدات خوښوي، ځکه کيفيت يې لوړ او بيې يې ارزانې دي، خو د ده په وينا: د کابينې په کچه دا پرېکړه به د کورنيو توليداتو په کارولو کې لا ډېروالی راولي پنځه نوي سلنه مشروبات له ما سره د افغانستان دي، پنځه سلنه له بهر نه دي؛ مکمل دلته اوس افغان توليدات خرڅېږي، ځکه چې د دې کيفيت لوړ او نرخ يې مناسب دی. بله دا دوی چې کومه پرېکړه کړې، چې په اداراتو کې به هم افغاني توليدات استعمالېږي، له دې سره خو نور هم مخکې ځي.))د خوست ښار يو بل سوداګر دين محمد ځلاند افغان توليداتو ته پاملرنه له دې امله هم مهمه ګڼي، چې له بهرنيو هېوادونو زياتره بې کيفيته توکي راځي او په کور دننه له هر ډول توليد څخه په اسانه نظارت کيدای شي:((مثلاً که موږ او تاسو له بهرنيو هېوادونو څخه شيان واردوو او هغه تر دقيقې معاينې او لابراتوار لاندې نه وي تېر شوي، نو ممکن بې کيفيته غذايي مواد، يا نور مواد هېواد ته وارد شي.))کورنيو توليداتو ته د پاملرنې هرکلي د ډېرو له خوا کېږي، خو هغه کومې ستونزې دي، چې د دغو توليداتو د پراختيا په وړاندې خنډ دي؟شهباز ګربز، چې په ملي کچه د بېلا بېلو مالونو تجارت کوي، د کارخونو لپاره د ځانګړو ځايونو ترڅنګ د خامو موادو او برېښنا په برخه کې شته ستونزې يادوي، چې په وينا يې که دا ستونزې اوارې شي، نو کورني توليدات ورسره غوړيدای شي: ((که اسلامي امارت غواړي چې افغاني توليدات قوي شي، دوی بايد د خامو مواد ومحصول معاف کړي، که هغه له هر هېواده راځي، بل د برق مسئله ده، دوی بايد کارخانو والو ته په هغه نرخ برق ورکړي، په څو يې چې له نورو هېوادونو رانيولي وي، له دې سره به کورني توليدات پرمخ روان شي.))د خوست د سوداګرۍ خونو رئيس نواب اميرزي هم د هېواد داقتصاد دبيا رغولو په برخه کې کورنيو توليداتو ته پاملرنه مهمه بولي، وايي: که زموږ صادرات زيات او پر وارداتو تکيه کمه شي، نو خلکو ته د کارموندنې ترڅنګ د هېواد اساسي پرمختګ ته هم لاره هواريږي:((کله چې موږ له کورنيو توليداتو استفاده وکړو، توليد زياتېږي او توليد په هغه صورت کې زياتېږي، چې زموږ خپل خلک په هغو کې کار وکړي؛ کله چې خلکو ته کار پيدا شي، لوږه ورکېږي او له دې وروسته سياسي، اقتصادي او فرهنګي تحول او پرمختګ منځته راځي.))د يادولو وړ ده، چې افغانستان هر کال خپله وچه او تازه ميوه او ځينې نور توکي نورو هېوادونو ته صادروي، خو لا هم د لومړنۍ اړتيا ډېر اړين خوراکي او غير خوراکي مواد له نورو هېوادونو واردوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *