افغانستانخبرونه

افغان حکومت: له ايرانه د رالېږل شويو افغان بنديانو دوسيې څېړو

د ايران حکومت افغانستان ته د سلګونو افغان بنديانو له سپارل کېدو وروسته، د افغانستان حکومت چارواکي وايي، چې ټاکل شوې د دغه بنديانو دوسيې د شريعت او قانوني اسنادو په اساس فيصله شي. د زندانونو چارو ادارې ويلي ،چې د ايران حکومت تر دا مهاله ۸۵۸ افغان بنديان افغانستان ته سپارلي دي. د يادې ادارې مشر محمد يوسف مستري په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې ،چې د دغه زندانيانو دوسيې ژر تر ژره وڅېړي او د قوانينو په اساس پرېکړه وکړي. تهران ته د سرپرست حکومت د پلاوي له سفر وروسته، د ايران حکومت په څه باندې يوه اوونۍ کې سلګونه افغانان چې د ايران په زندانونو کې بنديان وو اسلامي امارت ته سپارلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *