
د ټاپي پروژې اجرائيه رئيس او نورو مسئولينو د کورنيو چارو وزارت، دملي دفاع وزارت او د استخباراتو دلوی رياست له استازو سره د يادې پروژې د امنيت په اړه ناسته کړې ده.په دې ناسته کې په افغانستان کې د ترکمنستان سفير ((هواجا اويزيوف)) هم ګډون کړی و.له کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت مسئولينو ويلي ،چې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره له حياتي پروژو څخه ګڼل کېږي او دوی يې د امنيت ساتلو لپاره په ټول وس هڅه کوي.د ټاپي پروژې تړون په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق آباد کې لاسليک شو.د ټاپي دګازو پايپلاين ۱۸۰۰کيلومټره اوږدوالي لري ،چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېږي.