افغانستانخبرونه

افغان حکومت د يوناما ماموريت غځول و ستايل

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر يا يوناما د ماموريت غځول ستايي او هغه د هېواد په ګټه ګڼي. د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ويلي، د ملګروملتونو د استازولۍ فعاليت له نړۍ سره د افغانستان د دېپلوماتيکو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګټور دي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنجشنبې ورځې غونډه کې په ۱۵ موافقو رايو سره په افغانستان کې د يوناما ماموريت وغځاوه. په‌دې غونډه کې دوه پريکړه‌ليکونه يعنې، د يوه بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د ماموريت غځېدل او د افغانستان په تړاو د يوې واحدې تګلارې په موخه نړيوالې ټولنې ته د سپارښتنو لپاره د يوې څارنيزې ډلې جوړېدل تصويب شول. د متحده عربي اماراتو استازې وايي: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت دوام روښانه پيغام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *