
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون پلاوي په مشرۍ د مصؤنو اسنادو د طبع ملي شرکت تاسيسات له نږدې وکتل.ارګ په اېکس(ټويټر) پاڼه ليکلي، چې د رياست الوزراء اداري مرستيال په داسې حال کې ،چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ، د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو مرستيالانو، د استخباراتو او چارو ادارې دلويو رياستونو مرستيالانو يې ملتيا کوله؛ د ياد شرکت ماشينونه، تشکيلات، تر لاس لاندې برنامې، انساني او مالي سرچينې، د سټوډيو ډيزاين او همداراز د اسنادو له چاپ مخکې، د چاپ پر مهال او له چاپ وروسته مرحلې وکتلې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: د افغانستان اسلامي امارت به د مصؤنو اسنادو د طبع دولتي شرکت له تاسيساتو څخه په اساسي ګټې اخيستو پر دې قادر کړی، چې د ډيپلومونو، سرټيفيکټونو، بانکي چکونو، د موټر چلولو جواز او نورو اړينو اسنادو په څېر مهم اسناد د هيواد دننه چاپ کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وويل: د افغانستان اسلامي امارت مصمم دی، چې ذکر شوي شرکت ته په بېلابېلو برخو کې د انکشاف په ورکولو سره افغانستان له دې اړخه پرځان بسيا کړي.