افغانستانخبرونه

افغان حکومت : د قوشتيپې کانال چارې به له ټاکلې مودې مخکې بشپړې شي

د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلينو د قوشتيپې کانال د کار له بهيره ليدنه وکړه ،په دې ليدنه کې د رئيس الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر ، دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د بلخ ولايت والي مولوي محمد داوود مزمل، د افغانستان ملي راديو او تلوېزيون مشر مولوي احمدالله وثيق ، د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئيس عبدالرحمن عطاش ، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس الحاج مولوي ذبيح الله نوراني او ګڼ شمېر چارواکو ګډون درلود.په پيل کې د رئيس الوزراء لومړي مرستيال ملاعبدالغني برادر د ملي پراختيا شرکت عمومي رياست له کارکوونکو د ياد کانال د کارونو او چارو د دوام له پرمختګه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې ډېړ ژړ به د الله په نصرت او د کارکوونکو په زيار د يادې پروژې چارې بشپړې شي. د ښاغلي برادر په وينا د دې پروژې په پرانيستلو سره به افغانستان د غله جاتو او کرنيزو توکو په برخه کې غني شي‌ او هېواد به له لوی اقتصادي پرمختګ او بدلون سره مخ شي.همدارنګه د رئيس الوزراء دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئيس عبدالرحمن عطاش او د ياد کانال له کارکوونکو د شته پرمختګ ستاينه وکړه او وويل ، چې په ياد کانال کې کار په نورمال او منظم ډول دوام لري چې د دغې کانال اوږدوالی ۲۸۵ متره، پڼوالی يې ۱۵۲ متره، ژوروالی يې ۸،۵ اته عشاريه پنځه او په دغه کانال کې د ۴۰۰۰ ماشنيريو په شاوخوا کې په کار بوخت دي.ښاغلي حنفي زياته کړه چې د ياد کانال چارې به له ټاکلي وخت مخکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي ،چې د ياد کانال په جوړېدو سره به افغانستان د غله جاتو په برخه کې ځان بساينې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د ملي پرمختيا شرکت عمومي رئيس عبدالرحمن عطاش وويل، چې د ياد کانال د لومړي فاز چارې ۵۸ سلنه پای ته رسېدلې، چې د دغې کانال کارکوونکو د شپني او ورځني زيار سره به د ياد کانال د لومړي فاز چارې د ټاکلي وخت څخه به مخکې پای ته ورسېږي.د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت سره د ياد کانال کارونه په چټک او منظم ډول پيل او دمګړۍ دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *