
د اقتصاد وزارت وايي: په اقتصادي ډګر د بګرام هوايي ډګر دبدلولو لپاره لومړنۍ څېړنې بشپړې شوې دي.د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبداللطيف نظري وايي، چې د بګرام هوايي ډګر د پراخ مساحت له امله د اقتصادي ډګر لپاره مناسب دی. د ده په وينا: د دغه کار د ترسره کولو لپاره لومړنۍ طرحې چمتو شوې دي.ښاغلي نظري وويل: (( دبګرام هوايي ډګر د اقتصادي حوزو لپاره مناسب ارزول شوی، ځکه له يوې خوا اقتصادي پراختيا لري او له بل لوري له مطلوبو او پرمختللو امکاناتو برخمن دي.))له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دغې طرحې په هرکلي سره وايي: دغه هوايي ډګر د هېواد صنعتي پارکونو ته ډېر نږدې دی او ورسره به د کورنيو توليداتو پر ودې هم مثبته اغېزه وکړي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي: (( بګرام توليدي کارخونو او صنعتي پارکونو ته چې دوه درې پارکونه دي. هم له ټولو نږدې هوايي ډګر دی. پر دې سربېره زموږ تازه مېوې او سبزۍ چې توليدېږي په پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو کې دي.)) د ويلو ده ،چې امريکايي ځواکونو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله له بګرام هوايي ډګره د خپلې نظامي اډې په توګه کار اخيست