
بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په بلغاريا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنو مړو شويو افغانانو د جسدونو د رالېږدولو په اړه په هغه هېواد کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې، چې د عدلي طب د تحقيقاتو له بشپړېدو وروسته دې هېواد ته د لېږد په تړاو پر وخت همغږي ترسره شي. ياد وزارت زياتوي، چې اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د لېږد زمينه برابروي او د لېږد چارې د آسانتيا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نيول شوې ده. د ياد وزارت په وينا: تر اوسه د ۱۷ هېوادوالو هويت تشخيص شوي او د يوه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړيدو وروسته به هېواد ته را انتقال شي. د يادولو وړ ده، چې تېره اوونۍ د بلغاريا پوليسو په يوه لارۍ موټر کې د يوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندلي وو.