
د روڼتيا نړيوال سازمان نوې ارزونه ښيي ،چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې ۲۴ درجې صعود کړی دی. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان په نوملړ کې ۱۵۰م ځای خپل کړی دی، خو افغانستان له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتيا د نړيوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ګڼي. د اسلامي امارت وياند ويلي، هغوی له لرې قضاوت کوي ښايي په اوازو اتکا ولري له نږدې مطالعه نه لري او له نږدې موضوع کره نه څېړي، نو هغه محاسبې او شمېرې دومره د اعتبار وړ نه دي. افغانستان په ۲۰۲۱ م کال کې د شپاړسو امتيازونو په ترلاسه کولو سره په دغه نوملړ کې ۱۷۴يم ځای درلوده او له څه باندې لسو کلونو راهيسې د نړۍ په کچه د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې و.
د يوبل خبر له مخې : ماليې وزارت د روڼتيا نړيوال سازمان د وروستي راپور په غبرګون کې له دغه سازمان څخه غوښتي چې په افغانستان کې موجوده واقعيتونو ته په کتو، سم معلومات خپاره کړي.دغه وزارت وړمه ورځ د اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: دا چې د روڼتيا نړيوال سازمان په نوملړ کې افغانستان د پخوا په نسبت ښه پرمختګ کړی او له (۱۷۴) مقام څخه (۱۵۰) ته راکښته شوی؛ خو بيا هم د ماليې وزارت په افغانستان کې د روڼتيا او له فساد سره د مبارزې په تړاو د دغه نړيوال سازمان خپاره شوی ارقام نيمګړي بولي او په دې برخه کې د دقيقي بيا کتنې غوښتنه کوي.په اعلاميه کې راغلي دي: د ماليې وزارت له لوري د نظام په ټولو مالي برخو کې روڼتيا رامنځته شوې او فساد محو شوي، چې ورسره د ملي عوايدو کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده او د هېواد اقتصاد مثبت خوځښت کړي، چې بېلګه يې په دغو وروستيو کې د نړيوال بانک له لوري هم وړاندې شوه.دماليې وزارت له روڼتيا نړيوال سازمان څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې موجوده واقعيتونو ته په کتو، سم معلومات خپاره کړي او نړۍ ته د افغانستان رښتينی او روښانه انځور وړاندې کړي.دغه وزارت همدا رنګه، پر نورو نړيوالو سازمانونو غږ کړی، چې له نامعلومو سرچينو څخه د ناسمو معلوماتو د اخيستلو پر ځای، دې راشي او له نږدې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په تړاو څېړنه وکړي او له نړيوالو اصولو سره سم کره معلوماتو ته انعکاس ورکړي.د روڼتيا نړيوال سازمان په وروستي راپور کې ويل شوي، چې افغانستان د اسلامي امارت تر حاکميت لاندې په (۲۰۲۲) م کال کې، له فساد سره په مبارزه کې د روڼتيا (۲۴) مثبتې نومرې ترلاسه کړې او د (۱۸۰) هېوادونو په نوملړ کې يې (۱۵۰) ځاي خپل کړي دي؛ په داسې حال کې چې د ياد سازمان په نظر، له ( ۲۰۱۷) م کال راهيسې (۹۰) سلنه هېوادونو د فساد په له منځه وړلو کې هيڅ کوم پرمختګ نه دی کړي.