
افغاني سرې مياشتې د سمنګان ولايت د خرم سرباغ ولسوالۍ په غازي مرد سيمه کې ۳ هغو کورنيو ته بېړنۍ مرسته ورسوله، چې وړم بيګاه شپه يې په زلزله کې د غره د يوې برخې د ښويېدو له امله کورونه ړنګ شوي وو.
ياده مرسته کې خيمې، کمپلې، د پخلنځي ۱۳ عدده توکي او د اوبو د ساتلو وسايل موجود وو.