افغانستانخبرونه

افغاني سره مياشتې له ۱۱۳۷۸۱۰ اړمنو مېرمنو سره مرسته کړي

د افغاني سرې مياشتې له لوري په تېر يو کال کې په ټول هېواد کې له ۱۱۳۷۸۱۰ مېرمنو سره د خوراکي او غير خواراکي توکو او نغدي مرسته شوې. همدا ډول له سوالګرو سره د مرستې په پروسه کې، چې اکثريت يې ښځې دي؛ د سوالګرو مېرمنو د کورنيو له ۲۸۰۸ غړو سره ۵۶۱۶۰۰۰ افغانيو مياشتينۍ نغدي مرسته شوې. د دې ترڅنګ په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولايتونو کې لسګونو بې سرپرسته مېرمنو ته د افغاني سرې مياشتې په مرستونونو کې د ژوند د آسانتياوو او د دوی زامنو ته د زده کړو ترڅنګ په خپله مېرمنو سره مرستې شوي او حِرفوي زده کړې ورکول شوي.همدا ډول په کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو کې د ۱۳۸ ښځينه رواني ناروغانو ساتنه او درملنه کېږي.په تېر يو کال کې د روغتيا په برخه کې د افغاني سرې مياشتې د قابلو او ښځينه روغتياپالو له لوري په کور د ننه او نږدې روغتيايي مرکزونو کې له دوو ميليونو ډېرو مېرمنو ته روغتيايي خدمات ترسره شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *