افغانستانخبرونه

په کندهار کې د قومونو د يووالي او همغږۍ غونډه جوړه شوه

د کندهار ولايت په مقام کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د قومونو د يووالي او همغږۍ په موخه لويه غونډه جوړه شوه.په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نور‌الله نوري د کندهار د تاريخي حماسو او اتلوليو د يادونې تر څنګ وويل، چې افغان مجاهد ولس د سپېڅلي جهاد پر مټ وکولای شول، چې د خپلواکۍ او اسلامي نظام واکمني بېرته ترلاسه کړي. ده زياته کړه، چې د امريکايي کرغېړن اشغال په اوږدو کې نه يوازې اسلامي نظام او خپلواکي له منځه تللې وه، بلكې د اسلامي او افغاني ارزښتونو تحريف، غلا، غصب، فساد، مبتذل فکر او غربي فرهنګ هم رايج شوی و.ورته مهال مرستيال والي مولوي حيات‌الله مبارک وويل، چې اسلامي نظام قايمول او دوام ورکول پر ټولو مسلمانانو وجيبه او فريضه ده.ده زياته کړه، چې اوس اسلامي نظام افغانانو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړې، فساد يې له منځه وړی او د ټولو خلکو حقونه يې خوندي کړي، بشري سازمانونه له امريکا څخه د وېرې په خاطر يوه او بله مسئله رامخته کوي.په همدې حال کې د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس حاجي مولوي آغاجان سالم وويل، چې د جوړې شوې غونډې موخه يې د قومونو او ولسونو ترمنځ د يووالي رامنځته کول او ټينګول دي.ده زياته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره تر بل هر وخت يووالي او اتحاد ته زمينه برابره شوې، نو ټول قومونه او ولسونه بايد له دې زمينې ګټه واخلي او د نفرتونو پرځای دې يو بل ته د ورورولۍ غېږه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *