افغانستانخبرونه

په کندهار کې د فرهنګپالانو ستاينه وشوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست شپږ تنه فرهنګپالان او ديني عالمان په يوه لويه غونډه کې د ښو ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونو له امله وستايل.د تعليم الاسلام راډيو موسس مولوي محمد عمر خطابي، انجنير شيرشاه رشاد، مولوي عبدالهادي حماد، استاد نجيب الله هوتکي، استاد نذير احمد طايي او مولوي محبوب شاه ساجد هغه کسان وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې ستاينه وکړه.د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حافظ نور احمد سعيد وايي: د کندهار اوسني فرهنګي حالت بدلون ته اړتيا لري او بايد په دې برخه کې شته فرهنګپالان له اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره مرسته وکړي.((کندهار په تاريخ کې په فرهنګي لحاظ ځانګړی ځای لري، ځينې خلک وايي: کندهار د جګړې اتلان لري، خو په علمي لحاظ اتلان نه لري، دا خبره سمه نه ده.)) دی وايي: د کندهار د فرهنګپالانو علامه ابو الوفا او علامه حبيبي صاحب پر آثارو هندي او عربي ليکوالانو کتانونه وليکل او آثار يې نړيوال شهرت لري.(( دلته که ميرويس خان نېکه د ګورګين سرې لښکرې ماتې کړې، له بل پلوه علامه حبيبي او علامه ابوالوفا صاحب داسې تاريخي آثار پرېښودل چې هندي او عربي ليکوالانو کتابونه ورباندې ليکلي دي.))فرهنګپالان هم وايي: په تېرو څو لسيزو کې د کندهار فرهنګي حالت له پامه غورځول شوی و.استاد نذير احمد طايي وايي: که دغه ډول غونډې دوام پيدا کړي او د ځوانو فرهنګپالانو ښه روزنه وشي، يو ځل بيا به د کندهار فرهنګي برم را ژوندی شي.(( په کندهار کې د تاريخ په اوږدو کې ظلمونه شوي، مشاهېر يې تر پښو لاندې شوي او زموږ کدرونه هم له پامه غورځول شوي دي.))کندهار ،چې دا مهال سلګونه ليکوالان او شاعران لري، زيات شمېر يې د بېکارۍ له امله اړ شوي ،چې ادبي او فرهنګي فعالايتونه ودروي.
په هرات کې د لرغوني کاشي جوړولو کارخونه لا هم فعاله ده

د هرات سيمه‌ييز مسئولينو ويلي: له ستونزو سره-سره، په هرات کې د سنتي کاشي جوړولو يوازېنۍ کارخونه لا هم فعاليت کوي.د دې کارخونې له سنتي کاشيو، د هرات د جامع جومات د دېوالونو د ټينګښت او ښکلا تر څنګ، په هېواد کې د لرغونو ابداتو د رغولو په برخه کې ګټه اخيستل کېږي.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغونو ابداتو د ساتنې آمر زلمی صفا وايي: (( په‌دې کارخونه کې د سنتي کاشي توليد په دوو بڼو دی، چې معرق او اووه رنګه کاشی بلل کېږي او د هرات په جامع جومات او نورو لرغونو ابدو کې د اړتيا په صورت کې ترې ګټه اخيستل کېږي.))
پنځوس کلن بشېر احمد فقيري ،چې له څلوېښتو کلونو راهيسي د هرات لوی جامع جومات د کاشي جوړولو په کارخونه کې کار کوي وايي: (( دا کاشي د جامع جومات ښکلاوې دي، د دې جومات ښکلا په همدې کاشي کې ده او اوس يې موږ ترميم کاري کوو.))د کاشي جوړولو دغه استادان په خورا کمه تنخوا کار کوي. د دغو هنرمندانو په وينا، هره مياشت شپږ زره افغانۍ معاش اخلې او دې پيسو يې د کورنيو لګښتونه نشي پوره کېدای.کاشي جوړونکي جليل احمد کريمي وايي: (( په‌دې کم معاش مو قناعت کړی دی، مخکې ارزاني وه او بيې ټيټې وې، تر يوه برېده مو ګزاره کېده.))کاشي جوړونکي احمد احمدي وايي: (( ۷۰، ۸۰ شاګردان مو درلودل، د معاش د کموالي له کبله يې کار پرېښود لاړل.))د هرات د لرغونو ابداتو آمريت د معلوماتو پر بنسټ، د کاشۍ جوړولو دغه دوديزه کارخونه، نږدې ۹۰۰ کاله تاريخي مخينه لري. د فرهنګي چارو کارپوهان هم دغه کارخونه د هرات د لرغوني تاريخ تر ټولو پياوړي ستون يادوي.د تاريخي آبداتو کارپوه صديق مير وايي: (( د هرات جامع جومات د کاشيو نمونه د هرات يا تيموريانو د مکتب غوره نمونه ده.))دغو سنتي کاشيو د هرات لوی جامع جومات ته دا ډول ښکلا وربښلې ده. دغه کاشي د سلګونه کلونو په اوږدو کې د ماهرو کاشي جوړوونکو له لوري جوړې او پر دې لرغونې آبدې نښلول شوې دي.د هرات د لوی جامع جومات د دوديزې کارخونې کاشي، د هېواد په نورو لرغونو آبداتو کې هم کارول شوې دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *