
کابل کې د ماشومانو د روغتيا ((اندراګاندي)) روغتون مسئولينو ويلي، په دې وروستيو کې پر سينهبغل او تنفسي ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.د ماشومانو د روغتيا اندراګاندي روغتون د داخله ناروغيو د برخې مسئول محمدعارف حسنزی وايي: د ورځې په ورځنۍ کچه تر ۲۵۰ ماشومان چې عمرونه يې له ۵ کلونو کم دي او پر سينهبغل او تنفسي ناروغيو اخته وي، د درملنې لپاره دغه روغتون ته ور وړل کېږي.دی وايي: ((هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنفسي ناروغان دې روغتون ته مراجعه کوي ،چې له نېکه مرغه ټول يې دومره شديد نه وي ،چې بستر شي. موږ هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ ناروغانو پورې بستروو.)) زهره چې اته مياشتنی ماشوم يې له تېرو دوو اوونيو راهيسې سينهبغل دی وايي، چې د ماشوم يې لومړی پوزه بهېده او ستونی يې درد ګاوه، خو ورو ورو يې اشتها کمېده او ټوخی يې ډېرېده.د ده په وينا: کله يې چې ډاکټر ته مراجعه وکړه، معلومه شوه، چې پر سينه بغل اخته شوی دی.په ورته مهال د ماشومانو برخې ډاکټر کاظم اسدي وايي، سينهبغل تر پنځه کلنۍ کمعمره ماشومانو کې يوه عامه ناروغي ده چې تبه، ټوخی او ژر ژر نفس اېستل يې له مهمو علايمو څخه دي.هغه پر سينهبغل ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنيوي لارو چارو په اړه وايي ،چې ماشومان بايد واکسين شي او هغه ماشومان چې پر سينه بغل اخته وي، له نورو جلا شي.د ده په وينا: ناروغ ماشومان بايد په سمه توګه تغذيه شي او ډاکټر ته بوتلل شي.د ماشومانو د روغتيا اندراګاندي روغتون د شمېرو پر بنسټ، روان کال ماشومانو کې د تنفسي سينهبغل او تنفسي ناروغيو کچه لوړه شوې، لکه څنګه چې د ۲۰۲۲ م کال نومبر مياشت کې پر سينهبغل او تنفسي ناروغيو اخته شپږ زره او ۷۰۰ ماشومان دغه روغتون ته ور وړل شوي.د ۲۰۲۱ م کال نومبر مياشت کې بيا پر سينهبغل او تنفسي ناروغيو اخته ۳ زره او ۷۰۰ ماشومان ياد روغتون ته ور وړل شوي وو.