
د پکتيا او بدخشان امنيتي مسئولينو ويلي، چې په دغو ولايتونو کې يې ١١ تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.د پکتيا امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ باختر آژانس ته ويلي، چې امنيتي ځواکونو د يو کشفي راپور پر اساس د مرکز ګردېز اړوند تېرې کوتل سيمه کې ۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور او دغه راز د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې ٢ تنه د غلا په تور نيول شوي دي.ورته مهال د بدخشان امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز فيض آباد او يفتل پايان ولسوالۍ کې يې ٥ تنه د اخلاقي فساد په تور نيولي دي.د مسئولينو په خبره د نيول شويو کسانو دوسيې به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.