افغانستانخبرونه

په پروان کې ٣ تنه وسله پلورونکي ونيول شول

د پروان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز چاريکار او جبل السراج ولسوالۍ کې يې د کشفي راپور پر اساس ٣ تنه د وسلو د پلور په تور نيولي دي.د ياد مديريت مسئولينو ويلي، چې دوه تنه يې د جبل السراج ولسوالۍ په عزت خېلو کلي کې او يو کس د مرکز چاريکارو ښار په لومړۍ امنيتي حوزه کې نيول شوی دی.د مسئولينو په خبره ، له نيول شويو کسانو يوه پيکا او يوه والټر امريکايي خفکُن تومانچه ترلاسه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *