
افغانستان
په ننګرهار کې ١٢ زره جريبه دولتي تثبيت شوه
د ننګرهار د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوي په بېلابېلو ولسواليو کې ١١ زره ٩٧٨ جريبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده.د ياد پلاوي مسوولينو وويل، چې دغه ځمکه په کوټ، بټي کوټ، غني خېلو او سپين غر ولسواليو کې تثبيت شوې او د بېرته راګرځولو په موخه به يې جدي اقدامات ترسره شي.د يادونې وړ ده، چې دغه پلاوي له دې وړاندې هم د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه تثبيت او بېرته راګرځولې ده.