
د لوګر د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت مرکز ته اړوند نږدې زر ښوونکو ته د نمرو د اسنادو د وېش لړۍ پيل شوه.د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب باختر آژانس ته ويلي؛ مرکز ته اړوند د ۷۵ ښوونځيو ۹۹۷ مستحقو ښوونکو ته په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ورکړل شويو استوګنو نومرو د اسنادو د وېش لړۍ د پوهنې رياست د مسئولينو او د ځمکو له غصب د مخنيوي کمېټې د هلوځلو په پايله کې پيل شوه، چې تر راتلونکو شل ورځو به بشپړه شي. عرب زياته کړه، چې په ياد ښارګوټي کې د تېر پرځول شوي حکومت پر مهال د دې ولايت د مرکز ۷۵ ښوونځيو ۹۹۷ تنو مستحقو ښوونکو ته يوه – يوه نومره ځمکه ور کړل شوې وه، چې پرون يې د ورکړل شويو نومرو اسنادو د ورکړې لړۍ پيل شوې.د يادونې وړ ده، چې دغه ښارګوټي د پل علم شمال لوېديځ ته د شېروازې په سيمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعيت لري، چې۳۵۰ جريبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.