
د زابل سيمهييز اوسېدونکي وايي، چې د ماشومانو خوارځواکۍ پېښې زياتې شوې او دوی حيران دي چې له دغې ناروغۍ سره څه وکړي.بلخوا د زابل محلي چارواکي هم مني چې د ماشومانو خوارځواکي زياته شوې، خو ضمناً خلکو ته ډاډ ورکوي ،چې له دغه وضعيت سره د مقابلې لپاره چمتو دي.تېرې جګړې، فقر، بې روزګاري، د خلکو کم پوهاوی او په ټوله کې د روغتيايي خدمتونو کمښت او يا نشت د دې سبب شوی، چې د زابلي ماشومانو ژوند پر وړاندې د خوارځواکي لوی ګواښ رامنځ ته کړي.شفيقه وايي چې خپلې لور ته ډېره ځورېږي. خديجه که څه هم د عمر په لحاظ غټه ده، خو وجود يې څو مياشتنې ماشوم ته ورته ښکاري. ((د مور شيدې خوري خو وده نهپرې کوي، نه پرې مړېږي. هرشی، چې ورکوي نه يې خوري. مخکې يې د سوی تغذي اړوند د ماشومانو مواد ورکول، له هغه سره ښه وه، وزن يې هم لږ سم شو، ډېره مې خوا پرې بدېږي، هر وخت بيچاره ډېره ناروغه وي.)) مېرمن هاجرې هم خپله لور په ولايتي روغتون کې د خوارځواکۍ له کبله بستر کړې. دې ويلي ،هغې له پنځو اولادونو څخه يې دوه په خوارځواکۍ اخته دي. ((پنځه کوچنيان مې دي، يوه دغه ماشومه او يو بل دی،چې په دې ناروغۍ اخته ده، ډېره پرې ځورېږم، که د چا په کور کې يو څه وي ، نو بيا به له ښاره شيدې ورته واخلي، خو موږ نشو کولای، ناچاري ده، زما غوښتنه دا ده ،چې مرسته راسره وشي ، ترڅو دوی پرې تداوي او د خوراک لپاره يوڅه ورته واخلم.)) بازمحمد د کلات ښار د يوه دکان منشي دی، خو نشي کولای په کم معاش د خپل خوارځواکه زوی درملنه او د خوراک غمه وخوري. دی وايي ،چې د ماشومانو خوارځواکي کلي په کلي زياته شوې او مقامات بايد په دې برخه کې لاس په کار شي. ((بلکل زياتې شوې، کور په کور، ولايت په ولايت زياتې شوې، د خوارځواکۍ پېښې، له مقاماتو مې جدي او يوازنۍ غوښتنه دا ده چې په دې ناروغۍ مبتلا ماشومانو درملنه او خوندي کړي.)) د ماشومانو داخله ناروغيو ډاکټر وزير احمد درمان بيا د خوارځواکۍ خطرونه داسې شمېري: ((خوارځواکي يوه ژوند تهديدوونکې ناروغي ده، چې زموږ په ټولنه کې زياته ترسترګو کېږي. دوه حالته لري چې له کم وزنۍ او هم له اضافه وزنه رامنځ ته کېږي، يعنې دا داسې حالت دی چې ماشومانو ته پوره خواړه نه رسېږي او د مور شيدې شپږ مياشتې پوره نه ورکول کېږي.)) د زابل روغتيايي مسئولين بيا د تېر کال په پرتله د خوارځواکۍ پېښو ډېروالی مني او وايي: دوی يې د درملنې لپاره تر يوې کچې امکانات هم په واک کې لري.د زابل ولايتي روغتون مشر ډاکټر محمد داوود مجيدي وايي: د خوارځواکۍ د رامنځ ته کېدو اصلي لامل فقر، د خلکو کم پوهاوي، او تېرې جګړې دي. د ده په وينا تېر کال د خوارځواکۍ سلنه له پنځو تر لسو پورې وه، خو سږ کال دا شمېره له ۱۰ تر ۲۰ سلنو لوړه شوې ده. ((نظر تېر کال ته زموږ د خوارځواکۍ پېښې زياتې شوې دي، تېر کال له پنځو تر لسو، ولې سږکال دا شمېره له ۱۰ تر ۲۰ پورې لوړه شوې، د دې ناروغي لاملونه تېره ۴۰ کلنه جګړه، فقر او د خلکو کم پوهاوی دی، موږ د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ولايتي روغتون کې پوره امکانات لرو.))
خوارځواکي له موسمي ناروغيو وروسته د زابل په کچه دويمه ناروغي ده چې زابليان يې اندېښمن کړي او قربانيان يې ماشومان دي.