
افغانستان
په جوزجان کې د يوې پروژې چارې پيل شوې
د جوزجان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسئولينو ويلي، چې په دغه ولايت کې د ۲۲۲ زره ۷۲۹ ډالرو په لګښت د ۲ زره مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس مولوي سراج الدين سراجي باختر آژانس ته ويلي، چې دغه استنادي دېوالونه د فيض آباد ولسوالۍ په ۴ کليو او د منګجيک ولسوالۍ په ۵ کليو کې جوړېږي، چې پرې ۲۲۲ زره ۷۲۹ ډالره لګښت راځي.مولوي سراجي زياته کړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه جرېبه کرنيزه ځمکه د سېلاب له خطره خوندي او سلګونه کورنۍ به يې له ګټې اخيستو برخمنې شي.د ده په وينا: د دغو د استنادي دېوالونو په جوړولو کې ۳۳۳ فني او غير فني کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې چارې به يې د يوې مياشتې په موده کې بشپړې شي.