
د بدخشان د لرو پرتو او سرحدي ولسواليو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتيايي مرکزونو د نه شتون او د درملو له کمښته شکايت کوي.دغو اوسېدونکو رسنيو ته ويلي ،چې روغتيايي مرکزونو او درملو ته نهلاسرسی دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي د دوی پر وينا: ګڼشمېر هغه ناروغان چې وضعيت يې نازک وي، روغتيايي مرکزونو او درملو ته د نهلاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.د زېباک ولسوالۍ اوسېدونکي محمداکرم وايي: ((کلينيک نهلرو، څوک که مو ناروغان شي، پيسې نهلرو. له دې ځايه تر ولسوالۍ څلور ساعته لاره ده. کله چې هلته د درملنې لپاره لاړ شو څوک څه لري، راوړي يې، که يې نهلري، همالته مري او څوک يې پوښتنه نه کوي.))په ورته مهال د عامې روغتيا وزارت مسئولين د بدخشان د لرو پرتو او سرحدي ولسواليو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.د دغه وزارت وياند شرفت زمان وايي: (( موږ چې د بدخشان پامير ولسواليو ته سفر کړی و، موخه مو د يادې سيمې د ستونزو حل او د روغتيايي خدمتونو د رسولو څرنګوالی و. موږ ننګونې درلودې او کار به پرې وکړو. له مرکزه دې سيمو ته د شپږو مياشتو لپاره درمل لېږدول شوي او راتلونکې کې هم هڅې روانې دي.))بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې له سړو او محرومو ولايتونو دی، چې د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي يې له تېرو کلونو راهيسې، د اړتيا وړ روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د يو بل خبر له مخې : د پکتيا د اريوب ځاځيو ولسوالۍ خلک شکايت کوي، چې په سيمه کې لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.د دې ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: د ټولې ولسوالۍ په کچه يو ۳۱ بستريز روغتون لري،چې د خلکو زيات نفوس ته په کتو په سمه توګه روغتيايي خدمتونه نه شي وړاندې کولی.د يادې سيمې يو اوسېدونکی حافظ الرحمن وايي: د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي د ژمي په موسم کې د روغتون لرېوالي له کبله خپل ناروغان پر وخت روغتيايي مرکز ته نه شي رسولی او وخت ناوخت ناروغ روغتون ته له رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکوي: ((بايد موږ ته په اعلی کچه ډاکټران راکړل شي، هغه ډاکتران چې هغه رښتيا له طب نه خلاص وي، موږ ته داسې ډاکټران نه دي راکړل شوي، چې هغه رښتيا معالجه وکړلی شي.)) د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی حميد وايي: په سيمه کې نږدې کلينيک نه لري او په کلينيکونو کې د درملو د کموالي ستونزه هم موجوده ده.دی له مسئولينو غواړي، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي ، ترڅو د خلکو ستونزې يې حل شي: ((اړينه غوښتنه مو دا ده ،چې موږ په نږدې ساحه کې کلينيک نه لرو، بيا که کلينيک وي په هغې کې دوا نه شته او چې راشي په څو ورځو کې دوا ختمېږي. تقريباً هر کلينيک د ورځې تر سلو پورته ناروغان ګوري،نو دوا کمه ده.))
ځايي مسئولين وايي ،چې په روغتيايي برخه کې د خلکو پر وړاندې د شته ستونزو مخنيوي لپاره هڅې کوي.د دغې ولسوالۍ ولسوال عبيدالله ذاکري وايي، چې د شته ستونزو په اړه يې د ولايتي ادارې مسئولينو سره خبرې کړې او هغوی يې د حل ژمنه ورسره کړې ده: ((د عامې روغتيا رئيس ته مو خبره کړې ده چې دلته دوی د روغتيا په برخه کې کوم مسئوليت لري او په بار بار مو ورته توصيه کړې،چې تاسو د خلکو ښه خدمت وکړي او خلکو ته ښې آساتنياوې برابرې کړي. خلکو ته ښه درمل برابر کړي، که کومه ستونزه وه او زموږ په وس نه کېده، هغه بيا له ولايت سره مشوره کوو او چې ولايت هره لارښونه موږ ته وکړه بيا به د هغه په اساس له خلکو سره کمک کوو.))
د يادونې وړ ده ،چې نه يوازې د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتيايي ستونزو کړېږي، بلکې د مرکز ګردېز ترڅنګ د ځينو نورو ولسواليو اوسېدونکي هم په روغتيايي برخه کې له ستونزو شکايتونه کوي.