افغانستانخبرونه

ميدان وردګو کې لسګونه نظامي وسايط ترميم شوي

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تخنيکي ټيمونو د لسګونو بېلا بېلو وسايطو د ترميم او ګټې اخيستو ته يې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي،  چې د ۳۱ م مرکزي قول اردو اړوند د ميدان وردګو ولايت د ۵ مې پلې لواء له لوري د څلورم حمايوي او پنځم تاميناتي کنډکونو په ورکشاپونو کې ۳۱ عرادې بېلابېل ډوله وسايط ترميم او ګټې اخيستو ته چمتو شول.سرچينې زياته کړې، چې په دغو وسايطو کې ۱۳ هاموې ټانکونه، ۵ انټرنيشنل موټر، ۱۰موټر سايکلونه، يو ټانکر، يو کرينګ او يو امبولانس شامل وو.د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوندو تخنيکي ټيمونو له دې وړاندې هم زرګونه له کاره لوېدلي وسايط ترميم او ګټې اخيستو ته چمتو کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *