
ملګري ملتونه : نړيواله ټولنه افغانان له پامه نه شي غورځولای
يو اين ايچ سي آر وايي، چې په افغانستان کې بېړنيو حالاتو کې مرستو لپاره ژمن دي او دوی په تېر کال کې شاوخوا۹، ۵ پنځه اعشاريه نهه ميليونو خلکو ته مرستې رسولي دي.د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا يو اين ايچ سي آر وايي: نړيواله ټولنه نه شي کولای چې افغانان له پامه وغورځوي.د کابل ښار د شکردرې ولسوالۍ بل اوسېدونکی جاوېد بيا وايي ،چې تر اوسه ورسره هېڅ يوه مرستندويه بنسټ مرسته نه ده کړې.دی وايي: د مرستو په وېش کې انډول په پام کې نه نيول کېږي.ده زياته کړه: (( موږ ته تر اوسه کومه مرسته نه ده رارسېدلې، هغه مرستې چې د نړيوالو له خوا کېږي دلته افغانانو ته نه رسېږي، شخصاً زه چې اړمن يم ماته نه ده رسېدلې. دا مرستې يوازې څو کسانو سره کېږي چې په کلي کې واک او اختيار لري.)) تازه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يو اين ايچ سي آر ويلي: نړيواله ټولنه نه شي کولای افغانان له پامه وغورځوي.دغې کمېشنرۍ په يو ټوېټ کې ليکلي،چې په افغانستان کې بېړنيو حالاتو کې مرستو لپاره ژمن دي او دوی په تېر کال کې شاوخوا ۹، ۵ پنځه اعشاريه نهه ميليونو خلکو ته مرستې رسولي دي.افغان حکومت وايي، خلک بېوزله دي او نړۍ بايد ورسره مرسته وکړي.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي: (( د افغانستان خلک پرته له شکه چې بېړنو مرستو ته اړتيا لري د دې لپاره چې دوی له فقر او بېچاره ګۍ سره مخ دي، دا چې يخني وي او د خلکو زراعتي زېربناوې هم متضرره شوي وي ، نو رېښتا خبره ده ،چې خلک ستونزې لري، نړيوال بايد له افغانانو سره مرسته وکړي او دا له انساني اړخه د نړۍ مکلفيت دی.)) دا ټولې اندېښنې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام پر نړيوالې ټولنې غږ کړی و چې په افغانستان کې د بشري ټکني حالت د مخنيوي لپاره اقدام وکړي او ويلي يې وو، چې اړمن کسان په هره مياشت کې ۲۲۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.